ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د تل ابیب په پوهنتون کې د لرغون پيژندنې یو مشهور استاد یسرائيل ونکلشټاین نن د یوروشلم ریپورټ خپرونې کې په یوې مقالې کې لیکلی دي ، یهود لرغون پیژاندو پوهانو تردې دمه له هغو لرغونو یا تاریخي شواهدو په باب چې له سیناء څخه د تیریدا، پر کنعانیانو د یوشع بن نون د بریالیتوب او د خروج سفر پشمول د تورات کیسې تائيد کړي ،هیڅ شی نه دی موندلی .
یسرائیل ونکلشټاین همداراز د ؛ اسرائيلو دپیل ؛ په عنوان سره یو کتاب لري ، چې په دغه کتاب کې د فلسطین او یهودو ترمینځ د ارتباط په باب په تورات کې راغلي درست روایتونه شکمن ګڼلي دي .
کلونو کلونو مخکې هم د اسرائيلو د لرغون پیژندنې یوه کارپيژاند یوني مزراجي هم وئیلي وو ، اسرائیلیان دبیت المقدس په شاوخوا سرنګونو کې حتی یوه لوحه چې پرې لیکل شوي وي ،د داؤد قصر یا ماڼۍ ته ښه راغلی یاست ، هم نه ده پیدا کړې . https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i108658