IQNA

له افغانستان او پاکستان سره به د ايران سرحدي مبادلات لا پراختيا پېدا کړي.

21:41 - November 22, 2021
د خبر لمبر: 3485010
تهران (ایکنا) -د ايران د آزادو سيمو د عالي شورا منشي سعيد محمد په راتلونکو وختونو کښې له افغانستان او پاکستان سره پينځو ميليارډ ډالرو ته د سرحدي مبادلاتو د زياتېدو خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د ايران د آزادو او خصوصي اقتصادي سيمو د عالي شورا منشي سعید محمد نن د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې مرکز زاهدان نړيوال هوائي ډګر ته له رسېدو سره سم وويل: د سيستان د آزدې سيمې په کار لاس پورې کولو لپاره پلاننګ شروع شوے دے او په دې لړ کښې به د چابهار آزاده سيمه د سيستان له آزادې سيمې سره مرسته وکړي چې زر ترزه ګټه اخېستلو ته اورسيږي.

محمد سعيد د دې په بيانولو سره  چې د افغانستان او پاکستان په شمول له ګاونډي هېوادونو سره د سرحدي مبادلاتو زياتول د ايران د حکومت له سياستونو څخه دي، واضحه کړه، د زابل هوائي ډګر او له چابهار نه زاهدان ته د جوړېدو په حال کښې د رېل پټلۍ چې ترميلک پولې پورې رسيږي د ايران له ختيځو ګاونډي هېوادونو سره د سرحدي تجارت د پراختيا لپاره مناسبه فرصت رامنځته کولې شي.

د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې شمال کښې د سيستان آزاده سيمه کښې زابل، هامون، زهک، هيرمند او نيمروز ښارونه شامل دي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i108684

captcha