IQNA

د یمن ولس له امریکائي او صهیونیسټي پلانونو سره د مبارزې په لومړۍ کرښې کې دي

21:36 - November 23, 2021
د خبر لمبر: 3485014
تهران (ایکنا) -په ایران کې د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ استازي ناصر ابو شریف  ووئيل ، د یمن خلکو له صهیونیسټي پلانونو او دسیسو سره مقابله د خپل کار لومړیتوب  ګرځولی او د جنایتکارو تیریګرو په  وړاندې د دوي مقاومت د پام  او ستاینې وړ دی . دوي مړه دې وي امریکا او مړدې اسرائيل شعار خپل  اصلي شعار ګرځولی دی .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ په تهران کې د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ استازي  د مستضعفینو دنړیوالې ټولنې  په  دوهمې ناستې کې چې ؛ یمن د اسلامی نړۍ پر ځان د باورئ او بدلون چورلیز ؛ په موضوع سره  نن په تهران کې د مشرانو دغونډې په هال کې ترسره شو، ووئيل  د یمن مقاومت پخپل ځان ایمان درلود او په خداوندمتعال باندې په تکیې سره ئې خپل حرکت پيل کړ او  پرمخ لاړ .

هغه ددې خبرې په کولو سره چې د یمن ولس له فلسطینی ملت څخه  د ملاتړ په لومړنۍ کرښې کې دی ،زیاته کړه ،د یمن ولس په خالی لاسونو سره ، د صهیونیسټي دښمن له پلانونواو دسیسو سره مقابله د خپلو کارونو سرمشق وګرځاوه  او د جنایتکارو تیریګرو په وړاندې ددوي مقاومت دستاینې او فکر وړ دی .

په تهران کې د اسلامی جهادغورځنګ نماینده  په دوام کې ووئيل ، هغه لومړنی ګام چې د یمن مقاومت ترسره کړې  دا ؤ چې مړه دې وي امریکا او مړ دې اسرائيل  شعار ئې د خپل اصلي شعار په توګه خوښ کړ . ابو شریف په دې خبرې په ټینګار سره چې  د یمن خلک د خداي په لاره کې مبارزه کوي  او له هیڅ یوه شي نه ویریږي ، ووئيل ، د یمن خلکد جنګ او بشپړ بندیز په خاطر له ډيرو اقتصادي، مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي ،خو د فلسطین له ملته دملاتړ په لومړنۍ لیکه کې دي . هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې   په یمن کې دمقاومت  بهیر ،په اسلامی نړۍ کې د مقاومت پّ یوه مهم چولیزي بهیر بدل شوی دی ، ووئيل  په وروستیو کلونو کې  دسیمې ځيني حکومتونه د ابراهم  پلان په چوکاټ کې  له وحشي صهیونیسټي رژيم سره  داړیکو په عادي کولو پسې دي ، خو د یمن ولس د صهیونیسټي او امریکائي دسیسو اوپلانونو په وړاندې دغره په شان ودریدل  او ورسره ئې کلک مخالفت وکړ .

https://iqna.ir/fa/news/4015639/%D9

captcha