IQNA

په جکارته کې د حسیني آستان د قرآن کریم دحضوري زده کړې پړاؤنه بیرته ترسره شول

22:25 - November 23, 2021
د خبر لمبر: 3485015
تهران (ایکنا) – د انډونیشیا په پلازمینې جکارته کې د امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم مقدس آستان   د قرآن کریم  د حضوري زده کړې پړاؤنه ، د کرونائي بحران  په دلیل له دوو کلونو دریدا وروسته پیرته پيل شول .

ایکناخبری آژانس له عراقه راپور راکړ،دامام حسین علیه السلام دمقدس آستان  د قرآن د تبلیغ نړیوال مرکز  په انډونیشیا کې  دخپلې څانګې د مسئولانو له لارې  د انډونیشیا  په پلازمینې جکارته کې  د کابودوه نیم سوه انجونو اوهلکانو زده کونکو په شتون سره دقرآن زده کړې  مختلفې دورې  بیرته پيل کړي دي .

د امام حسین د مقدس آستان د قرآن دتبیلیغ  مرکز  د نړیوالې برخې مسئول محمد باقر المنصوري  ووئيل ، د کرونائي بحران  د پراختیا په دلیل  د مرکز  په  یو شمیر څانګو کې  د حضوري  فعالیتونو له غوڅيدا وروسته   اوس په جکارته کې  حضوري قرآني فعالیتونه بیرته پیل شوي دي .

هغه ټینګار کړی،  له نسبي ثبات وروسته چې د ښاریزو روغتیائي او بدني دفاعي وضعيّت  کې رامینځةشوی دی ،  د روغتیائي  پروټوکولونو په رعایتولو سره ددغه مرکز دزده کړې په پړاؤنو کې د  قرآڼ زده کونکو انجونو  او هلکانو د د شتون امکان برابر شوی دی .

المنصوري دغه راز ووئیل ، دانډونیشیا د څانګې مسئ،لانو  په څو برخو کې  د قرآني زده کړې د څو پړاؤنو ټولګه افتتاح کړې  ده  چې  په هغو کې تر ټولو مهمه  دقرآن کریم د  حفظ په پړاؤنو سره چې  په اونۍ کې  دوه ورځې ترسره کیږي ،  او همداراز د قرآن د تلاؤت ، سمې لوستنې زده کړې او د تفسیر برخې ته اشاره کیدلی شي  او  په حضوري او مجازي  پړاؤنو کې د ګډون کونکو انجونو  او هلکانو شمیر ددوه سوه پنځوسو تنو ته رسیږي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4015508/%D8%  

captcha