IQNA

د افغانستان خلکو ته د ایران د ویزې ورکړه اسانیږي

16:52 - November 24, 2021
د خبر لمبر: 3485021
تهران (ایکنا)- نن سبا د ایران په اسلامي جمهوریت کښې له درې میلیونو زیات افغانستاني کډوال دیره دي

ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ ، د ایران مرستیال خارجه وزیر په یوه ټولنیز پیغام کې وئیلي د ي،  ایران ته د افغانستاني ښاریزو د قانوني راتګ اسانول، د هغوي له غیرقانوني راتګ، د انسان له قاچاق او له داسې نورو ډیرو ستونزو سره د مقابلې ډیره غوره لاره ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لویدیځې آسیا د چارو لوې مدیر سید رسول موسوي په هرات کښې د ایران په کنسولګرۍ کښې د ویزې د غوښتونکو له صف څخه د یوې ویډیو په خپرولو سره ولیکل: پرون یوازې په هرات کښې ۱ زر ۵ سوه او ۹ کسانو ته د ایران ویزا ورکړې شوه.

نن سبا د ایران په اسلامي جمهوریت کښې له درې میلیونو زیات افغانستاني کډوال دیره دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بې پروګرامه او سمدستي وتنې او د ګډوډي له رامینځته کیدو او هم داشان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د هغو افغانستاني ښاریزو شمیر چې د دغه هیواد له پولو څخه په غیرقانوني توګه وتلي دي، د مخکښې په پرتله له ۳۰ نه تر ۴۰ فیصدو پورې زیات شوی دی.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i108750

captcha