IQNA

د آژانس واکمنه شورا د نړیوالې ایټمي موافقې پر بشبړ احیاءټيڼګار کوي

16:31 - November 25, 2021
د خبر لمبر: 3485024
تهران (ایکنا) - میخائيل اولیانوف ووئیل ،درستو ویناوالو  عملا د جامعې  ایټمی موافقې د احیاء به ضرورت ټینګار کړی  او د ویانا دخبرواترو لپاره ئې چې ټاکل شوې ده،د نومبر به نهه ویشتمه نیټه  بیرته پیل شي،دبریالیتوب هیله کړې ده .

فارس خبري آژانس راپور راکړ، په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي استازي میخائیل  اولیانوف  نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  د واکمنې شورا  نننۍ غونډې ته په اشارې سره  ولیکل،  د آژانس واکمنې شورا دملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په سیوري کې په ایران کې د   څارنې او تائيدیدا  ارزونې  پاي ته ورسولې .

 اولیانوف  وروسته د آژانس د واکمنې شورا دغونډې دچورلیز په باب هم  ووئیل ،درستو ویناوالو  عملا د جامعې  ایټمی موافقې د احیاء به ضرورت ټینګار کړی  او د ویانا دخبرواترو لپاره ئې چې  ټاکل شوې ده،د نومبر به نهه ویشتمه نیټه  بیرته پیل شي،دبریالیتوب هیله  کړې ده .

 د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د واکمنې شورا ناسته پرون پیل شوي  ، تر درو ورځو پورې یعني تر سبا پورې به دوام ولري ،او ټاکل شوې ده د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ ایټمي خبرې اترې هم په ویانا کې له راتلونکي اونۍ څخه د  متحده ایالاتو په غیر مستقیم شتون سره  پیل شي .

https://www.farsnews.ir/news/14000904000317/اولیانوف-

captcha