ایکنا خبری آژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ،د عربستان دحج او عمرې دچارو وزارت ددغه هیواد ته د بهرنیو عمره اداکونکو د ورتلو د یوه شرط په توګه د عمر شرط لغوه کړی دی .
د عربستان د چارواکو دغه نوي فیصله د هغو زیات عمر لرونکو عمره کونکو لپاره د رزرؤ د لمبر و د مجود دصادرولو په معنا دی چې له هیواده بهر څخه عربستان ته ورځي . د عربستان دروغتیائی چارو دو زارت له خوا د اعلان شوو مخکینیو شرطونو په سااس ، د بهرني عمره کونکي عمر باید له تلسو تر پنځوسو کلونو پورې وائ .
سعودي عربستان دن ومبر له لومړۍ نیټې څخه اجازت ورکړی ، څو په دغه هیواد کې پر د یره هرکس او ښاریزسربیره بهرنیان هم په سل فی صدي ظرفیّت سره ( په ورځې کې شپیته زره لمونځ ګزار یا عمره اداکونکي ) مسجدالحرام او مسجد النبی ته واردیدلی شي .
د بهرنیانو ورتلل یوازې له هغو هیوادونو ممکن دي چې د عربستان د روغتیائي چارو وزارت دغه هیوادونه دکرونائي ویروس په زمینې کې بې خطره اعلان کړي .