ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،له افغانستان سره د سوداګریو لپاره د ایران د سوداګریو، صنعت او د زیرمو د څانګې مسئول حسين سليمي د دواړو هیوادونو تر مینځ وروستیو تجارتي حالاتو ته په اشارې سره وویل: د افغانستان د معدنو سره د مرستي او د همکارۍ لپاره وړاندیز شوې تر څو افغانستان سره د ایران د تجارتي معادلاتو کچه زیاته شي.
هغه دغه راز ووئيل ،مونږ وړاندیز کړی چي د افغانستان د زیرمو په ایستلو کې پانګه اچوونه وکړو او د اینجینرینګ خدماتو په وړاندې کولو سره د دې هیواد د زیرمو د ایستلو زمینه برابره کړو، په مقابل کې به له ایران څخه د افغانستان د وارداتو کچه د پخوا په څېر دوام وکړي.
د نوموړي په خبره، له دې لارې به د دواړو هېوادونو سوداګريزې اړيکې د پخوا په څېر پياوړې شي.
د ايران له خوا د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولينو دغه شان زياته کړې ده، ايران له افغانستان سره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو ګټې کولی شي د سيمې په ګټه وي.
د دغې ادارې د مسوولینو له قوله ويل شوي چې طالبانو هم د ايران دې وړانديز ته تر دا مهاله شين څراغ نه دی ښودلی، خو هيله مندي شته چې دواړه خواوې يوې پايلې ته ورسېږي.