ایکنا خبری اژانس دصدای افغان له قوله راپور راکړ،د افغانستان دطالبانو یوه مسئول مقام قاری حافظ ذاکر الله نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل، د طالبانو د رهبرانو په حکم سره د افغانستان دشیعیانو د حقوقو دا رزونې کمیشن جوړشوی او د دوي دښاریزو حقوقو اوسیاسی ځائيګي په باب فیصله کوي .
قاری صیب له اینډيپنډينټ سره په خبرو کې ووئیل،د شیعیانو دحقوقو ارزونې کمیشن جوړ شوی او ډیر زر طالب رهبرانو به وسیهل ددغه اورګان جوړښت او فعالیتونه اعلانیږي .
دحافظ ذاکرا... په وینا ، هغه د دغه کمیشن دمشر په توګه ټاکل شوی دی او نوموړی کمیشن دنده لري ، د طالبانو د حکومت په جوړښت کې د شیعیانو د ځائيګي او د دوي دقانوني حقوقو په باب وکړي .
په عین حال کې د حرکت اسلامی ګوند مشران چې په همداوروستیو شپو ورځو کې ئې د افغانستان دشیعیانو په نمایندګۍ له طالب چارواکو سره لیده کاته کړي ، د طالبانو په وسیله د شیعیانو دحقوقو د ارزونې د کمیشن په جوړولو ئې خوښي ښودلې ده .
دافغانستان د اسلامی حرکت ګوند د سیاسی کمیشن مشر سیدالیاس جاوید ددغه ګوند له غړو سره د شیعیانو دحقوقو دارزونې د کمیشن دپلاوي دلیدوکاتو په اړه د انځورونو په خپرولو سره تائيد کړې ده چې قاری حافظ ذاکرا... دطالبانو دچارواکو له خوا ددغه کمیشن د مشر په توګه منصوب شوی او د شیعیانو له استازو سره ئې خبرې اترې پیل کړي دي .
له دې سره په یووخت باختر خبری آژانس چې د طالبانو تر نظر لاندې فعالیت کوي ،راپور ورکړی ، چې د افغانستان د ملت ګوند مشر او د هزاره ګانو یو سیاسی فعال جعفر مهدوي چې دتیرې پنجشنبې په ورځې ئې له طالبانو په ملاتړ کې یوه سیاسی غونډه جوړه کړې وه ، د طالبانو دحکومت د مشر له مرستیال مولوی عبدالکبیر سره ئې لیده کاته کړي دي .
البته تر دې دمه مشخصه نه ده چې طالبان دکومې سټراټژۍ او ځانړنو په اساس ، دقدرت په جوړښت کې دشیعیانو د ګډون او ځائيګي په باب فیصله کوي .
https://avapress.com/fa/253679/طالبان-کمیسیون