IQNA

د فلسطینانو په ملاتړ کې پاکستانیانو سائيکل ریلي ترسره کړه

16:47 - November 29, 2021
د خبر لمبر: 3485045
تهران (ایکنا) - د پاکستان د سیند صوبي په مرکزي کراچی کې خلګو د صهیونیستي رژیم په ضد او له فلسطینی ملت څخه په ملاتړکي  په سائيکل ریلی سره مظاهره وکړه .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،دغه مظاهرو کې د پاکستان یو شمېر سیاستولانو، مدني فعالانو، دیني علماو، محصلینو او عامو خلګو د کراچی په ښار کې په ډله ایز ي بایسکل چلونې سره د فلسطین له مقاومت سره خپل پیوستون اعلان کړ.

په دغه  مظاهرو کې چي په کراچي کې له فلسطین څخه د ملاتړي موسسې له لوري تره سره شوې پاکستاني شخصیتونو د فلسطین د ولس د حقوقو په لاندي کولو کې اسرائیل سره د اروپایي هیوادونو د ملګرتیا غندنه وکړه.

د فلسطین څخه د ملاتړي موسسې سرمنشي صابر ابو مریم وویل: د پاکستان خلګ له فسطین څخه د ملاتړو ولسونو تر څنګ دي او هیڅکله  له اسرائیلو سره د اړیکو د رغولو دسیسې ته غاړه نه ایږدي.

هغه ټینګار وکړ چي اسلامي نړۍ باید د فلسطیني ولس د کړاونو د له مینځه وړلو په موخه فعاله رول ولوبوي او نړیواله ټولنه هم باید د فلسطین د ولس له حقوقو څخه د دفاع په لړ کې په خپل مسئولیت عمل وکړي.

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i108956

 

captcha