تهران (ایکنا) – د حضرت موسی علیه السلام زیارتځای په نیواکي فلسطین کې د اریحا ښار د جنوب په اته کلومیټرۍ کې واقع دی . دغه زیارتځاي چې صلاح الدین ایوبي په وسیله جوړ شوی ، د فلسطین یو ترټولو مهم زیارت شمیرل کیږي . دغه ودانۍ څلور زره پنځه سوه میټره مساحت لري او په دغې ودانۍ په ښکلا کې د اسلامی معماری ښکلاله ورایه ځلیږي .