IQNA

د اسلامی ملګرتیاموسیسه د افغانستان په موضوع سره غونډه ترسره کوي

15:48 - November 30, 2021
د خبر لمبر: 3485049
تهران (ایکنا) – د اسلامی ملګرتیا موسیسه ، د پاکستان په کوربتوب سره  په افغانستان کې د وروستیو ابدلونونو اوانساني  وضعیّت دارزونې په خاطر په اسلام اباد کې یوه غونډه جوړوي .

ایکناخبری آژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ ،  سعودي عربستان د افغانستان د ولس په وړاندې رامینځةکیدونکي احتمالي  انساني بحران ته په پام سره  چې د ژمي د موسم په رارسیدو سره لازیات ترینګلي کیږي ،  په دغه جنګ ځپلی  هیواد کې د انساني وضعیّت په باب دخبرواترو لپاهر  داسلامی ملګرتیا موسیسې د یوې بیړنۍ غونډې د جوړولو غوښته کړې ده . 

الشرق الاوسط ورځپاڼې  د عربستان د چارواکو له قوله  لیکلي دي ،عربستان  له افغان ولس سره د اسلامی پيوستون په اصل دعمل لپاره ، د افغانستان د وروستیو بدلونونو پسې  د ا نساني وضعیّت  او د انسان دوستۍ دمرستو په مناسبت د ځواب وړاندې کولو سره د مرستې  په باب د بحث او مشورو لپاره د اسلامی ملګرتیاموسیسې  د خارجه وزیرانو بیړنۍ غونډې ترسره کول ضروري ګڼي .

د ریاض چارواکو په دې اړه وئیلي دي ، چې ددغې غونډې دترسره کیدا په تمه دي چې  د  پاکستان په کوربتوب سره د دسمبر په اولسمه نیټه  وړاندیز شوي  ده څو نتیجې ئې  د افغانستان  له ولس سره د انسان دوستۍ دمرستو د وړاندې کولو لپاره  د مناسبو لارو چارو اومیکانزم له ترلاسه کولو سره مرسته وکړي ، او په دې باب  پر افغان ولس د انساني بحران د اغیزو د کمولو په خاطر  له ملګروملتو ، اړونده اورګانونو او  نړیوالې ټولنې سره غږملتیاوې ترسره شي .

د عربستان چارواکو دغه راز وئیلي دي ، په  دِې ناستې باید  د طالبانو له موقته حکومته وغوښتل شي ، چې د مختفو فرقوپه کنټرولولو سره دې نړیوال قوانینو او مقررات رعایت کړي  او   انسانی حقوقو و دکار او زده کړې لپاره دمیرمنو حقوقو ته دې د  اسلامی شریعت  دتعلیماتو په چوکاټ کې  داحترام په سترګه وګوري .

https://iqna.ir/fa/news/4017331

captcha