IQNA

عربستان په افغانستان کې خپله کونسلګري پرانیسته

17:08 - December 01, 2021
د خبر لمبر: 3485053
تهران(ایکنا) –په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته عربستان هم د امریکااو نورو لویدیځي هیوادونو په شان په کابل کې خپل سفارت تړلی ؤ.

ایکناخبری آژانس د موازین نیوز له قوله راپور راکړ،سعودي عربستان دافغانستان په کابل کې د خپل سفارت دکونسلګرۍ دخدماتو برخه پرانیستې ده او له پرون راهسې ئې کار هم پيل کړی دی .
د عربستان خارجه وزارت پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د افغانستان خلکو ته د کونسلي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د عربستان دحکومت د اهتمام په اساس ،په کابل کې دعربستان دسفارت دغې برخې خپل فعالیتونه پیل کړي او دخلکو خدمت ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته عربستان هم د امریکااو نورو لویدیځي هیوادونو په شان په کابل کې خپل سفارت تړلی ؤ.
همداراز دافغانستان د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزارت په همداوروستیو کې وئیلي دي چې متحده عربی اماراتو هم د خپل بیرغ په اوچتولو سره په کابل کې خپل سفارت پيرانیست.
https://iqna.ir/fa/news/4017633/%D8%

captcha