ایکنا خبري آژآنس د saudi Gazette، له قوله راپور راکړ،د سعودي عربستان د میوزیمونو دکمیشن عمومی مدیر سټفانو کاربوني دغه خبر په ملک عبدالعزیز نړیوال کلتوري مرکز کې د اسلامی هنر په درې ورځني نړیوال کنفرانس کې اعلان کړ او وې وئيل ،دغه کمیشن به تر ۲۰۲۳کال پورې په نجران او عرعر کې هم نور میوزیمونه افتتاح کړي .
کاربوني زیاته کړې ، ددغو میوزیمونو چورلیتوب به اسلامی هنري آثار او کلتور وي .
د جومات او کړچار او مقصدونو او نوښتونو په موضوع سره د اسلامی هنر درې ورځنی نړیوال کنفرانس د جوماتونو د تاریخي ، معاني او کړچارونو دبشپړولو په موخې سره ترسره شو.
په دغه نړیوال سیمنار کې د اسلامی معماری او هنر یو شمیر متخصصان او کارپيژاندو د اسلامی هنر اوتاریخي جوماتونو ،معمارۍ په څير د موضوعګانو په باب ویناوې وکړې .
کاربوني د ۲۰۲۰کال په فرورۍ کې د عربستان د فرهنګ دوزیربدر بن عبدالله بن فرحان آل سعود له خوا د دغه هیواد دمیوزیمونو د کمیشن نوی عمومی مدیر منصوب شوی چې دنده ئې له میوزیم او تاریخ سرا د اړونده زمینوکې د متخصصانو روزل او د پراختیا چارې دي .
https://iqna.ir/fa/news/4017450/%D8%B