ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په ویانا کښې د ایران پلاوی منطقي ، قوي ، متین او نتیجه ورکونکي خبرې تعقیبوي وویل که چیرې لویدیځ هیوادونه ښه نیت وښيي نو ښه موافقه ترلاسه کیدلی شي
هغه وویل د ویانا خبرې اترې د بایکاټونو د ختمیدا په اساسي لومړیتوب او په جدیت سره دوام لري .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې په ویانا کښې د هیواد له نامتو مرکچي علي باقري کني سره زما هره ورځ ارتباط ټینګ دی د کارپيژاندو د خبرو اترو د دوام خبر ورکړ .
د ایران او د څلور جمع یوې ډلې د هیوادونو استازیو له تیرې دوشنبې ورځې څخه د ویانا په «کوبورګ» هوټل کښې په شتون سره د اټومي تړون د ګډ کمیسیون د خبرو اترو نوی پړاو پیل کړی دی .
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني مخکې په ټوټیر پیغام کښې ټینګار کړی و ایران د داسې خبرو اترو ترسره کولو ته هوډمن دی چې د امریکا ظالمانه او غیر قانوني بایکاټونه په کامل او اغیزشیندونکي ډول لغو شي او له ایران سره د اقتصادي او دتجارتي اړیکو د عادي کیدا تضمین ورکړي او د امریکا لخوا د ژمنو د نه ماتولو لپاره معتبر ضمانتونه ورکړي .