ایکناخبری اژانس د آناتولي له قوله راپور راکړ ،په هغې غونډې کې چې د په بروکسل کې د سورئې په چارو کې د ملګروملتو د ځانګړي استازي ګیرپډرسن په کوربتوب سره شوي ، یولسو هیوادونو او دوو نړیوالو اورګانونو استازو په پایزې اعلامیې کې دسورئې د بحران لپاره د سیاسی حل لارې د موندلو لپاره له هلو ځلو خپل ملاتړ اعلان کړ. .
په دغې ناستې کې چې د سورئې د بحرن په باب دبحث او مشورو لپاره جوړه شوي ، د عربي اتحادئې ، اروپائي اتحادئې او همداراز د ترکیې ،مصر ، فرانسې ،جرمني ،عراق ،اردن ،ناروې وعراق ، عربستان ، انګلستان او امریکا استازو پکې شتون درلود.
په دغې پایزې اعلامیې کې همداراز له اړمنو سره د انسان دوستۍ د مرستو د بې ځنډه لیږدولو ، د نیول شوو کسانو د خوشي کیدا ، سملاسی اور بند او د بې ځایه شوو کډوالو پخپلو کورونو کې د ځاي په ځای کیدا باندې هم ټینګار شوی دی . دوي همداراز د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۵۴پریکړه لیک د بشپړ اجرا څخه پر خپل ملاتړ هم ټينګار وکړ .
دسورئې په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازي ګیر پيډرسن په دغې ناستې کې ددغو هلوځلو په هرکلی سره ټينګار وکړ ، ګډون کونکو هیوادونو د سورئې په بحران کې د درستو ښکیلو لورو د ګډون او د دوي لپاره د سیاسی حل لارې دموندلو لپاره به له فعالیتونو خپل ملاتړ نوره هم زیات کړي .