ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه ووئیل له صهیونیسټانو سره داړیو عادي کول د اسلامی امت هیبت او عظمت تر پوښتنې لاندې ورولي او تاریخ ئې نابودوي .له همدې امله مونږ د اسلامی امت درستو پرګنو ته بلنه ورکوو ، له صهیونیسټي نیواکګر رژيم سره د اړیکو دعادي کولو سیاست د درولو لپاره دې راپورته شي او په دې زمینې کې دې هڅه وکړي .
د حماس د سیاسی دفتر مشر ټينګار کړی ،داړیکو عادي کول باید پخپل سیاست بیا کتنه وکړي ،ځکه په دې سره داسلامی امت حیثیّت داغي کیږي . هغو حکومتونو ته چې له وحشي صهیونیسټي رژيم سره داړیکو دعادي کولو د موافقې ئې لاسلیک کړي دي ،پخپلو دغواقداماتو دبیا غور بلنه وکوو .
په عین حال کې د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر روښانه کړې ده ، قدس له صهیونیسټي دښمن سره د شخړې اساس دی ، مقاومت به هماغه شان دځان پياوړتیا او چمتوو کولو ته دوام ورکړي او مقاومت به زمونږ سټراټژيکه موخه وي .