IQNA

 تایلینډ او عربستان د حلالو محصولاتو په حوزې کې ملګرتیا کوي

15:28 - December 05, 2021
د خبر لمبر: 3485071
تهران (ایکنا)-  تایلینډ او سعودي عربستان چې له ۱۹۸۹کال څخه ئې په اقتصادي اړیکو کې ترینګلتیاوې درلودې ،له کلونو کلونو تیریدا وروسته  د حلالو محصولاتو او صنائعو په حوزې کې دتعاملاتو د پیاوړتیا له لارې  داقتصادي اړیکو په احیاء پسې دي .

ایکناخبری اژانس راپور راکړ، له تایلینډ سره دسعودي عربستان اړیکې له ۱۹۸۹کال څخه د یوه تایلینډي کارګر په وسیله د یوه سعودي شهزاده د سلطنتی جواهراتو دغلا د پیښې په دلیل په سیاسی بحران بدلې شوې . ددغې پيښې له امله  چې د ځينو وژلو اوترور  لامل هم شوې ، د دواړو هیوادونو اړیکې خړې پړې شوې  او د دوواړخیزو اقتصادي فعالیتونو ځیني برخې ودریدې. په همدې دلیل  داړیکو بیا رغولو  او لوړولو  زمینې تل   ددواړو لورو په نظر کې ورغلی دي .

په همدې لړ کې ، د ؛چولالانګ کورن پوهنتون دحلالو علومو مرکز  دیوه علمی پلاوي په لیږلو سره ، په عربستان کې د سټنډرډ اسلامی موسیسې  په شپاړسمې عمومي اسمبلۍ کې  ګډون وکړ . د تایلیند دلیږدول شوي پلاوي مشر  وینای دهلان د مدینې داسلامی پوهنتون له مشر ممدوح بن سعود بن سنیان آل سعود ، د عربستان د خوړو او درملود ادارې له مسئولانو، او د جدې د تجارتي کوټې له مسئولانو سره  سره په کتنې کې د حلالو محصولاتو د صنعت دټيکنالوجۍ  او دپوهې دتبادلې  او ملګرتیا په باب کتنه او خبرې اترې وکړې . 

په بینکاک کې د ایران دکلتوري سلایارۍ د اعلان په اساس ، دغه علمي پلاوي  دمدینې د اسلامی پوهنتون  له مشر سره په خبرو کې  په تایلینډ کې د ترسره شوو پرمختګونو او څيړنو په باب  او دغه راز د محصولاتو د کیفیّت د تائيدولو ، د ورځې له ټيکنالوجۍ څخه په استفادې سره د حلالو محصولاتو دکیفیّت د ارزونې په خاطر د  خپل چمتووالي راپور وړاندې کړ .

د تایلیند اړونده چارواکي هیله مند دي ،دحلالو محصولاتو په پوهې او صنعت کې د خپلو بریاؤ د وړاندې کولو له لارې ، له سعودي عربستان سره خپلې اړیکې ښې کړي .  

https://iqna.ir/fa/news/4018513

captcha