IQNA

د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت سلاکار سبا ایران ته په سفرراځي

16:03 - December 05, 2021
د خبر لمبر: 3485074
تهران (ایکنا) -د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت سلاکار د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا د سیکرټري  په بلنه تهران ته راځي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت سلاکار شیخ طحنون  بن زاید د ایران داسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا د سیکرټر امیر البحر علي شمخاني په بلنه سبا تهران ته راځي .

د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت سلاکار به په دغه سفر کښې د ایران له همڅنګ سره په کتنې سربیره د ایران له ځینو لوړرتبه چارواکو سره کتنې او خبرې وکړي .

د دوه اړخیزه اړیکو پراختیا او پیاوړتیا او د سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله سلامشوره تهران ته د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت د سلاکار شیخ طحنون بن زاید د سفر مهم هدفونه دي .

 https://parstoday.com/ps/news/iran-i109258

captcha