ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په چارو کښې د جرمني خاص استازي ياسپر ويک وويل: دا امکان شته چې د راتلونکي ۲۰۲۲ ميلادي کال په شروع کښې د جرمني سفارتي کارکؤنکي افغانستان ته ستانۀ شي او په کابل کښې دجرمني سفارت بيا پرانیستل شي.
دا په داسې حال کښې دي چې د جرمني دي وېلټ ورځپاڼې په دې وروستيو وختونو کښې رپوټ ورکړے ؤ چې د جرمني استازے مارکوس پوټزل په راتلونکو څو ورځوکښې افغانستان ته لاړ شي چې له طالبانوو سره په دغه هیوادکښې د جرمن سفارتکارو د فعاليت د شروع کولو دڅه رنګوالي په اړه صلاح مشورې وکړي.
له دې مخکې د فرانسې ولسمشر امانوئل میکرون ويلي وو چې له نورو اروپائي هیوادونوسره د صلاح مشورو په حال کښې چې زر تر زره په افغانستان کښې په ګډه توګه يوه نوې ډېپلومیټکه نمائندګي جوړه کړي.