IQNA

د بایکاټونو له لغوه کولو پرته نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا د ستنیدابله لاره نشته

16:47 - December 07, 2021
د خبر لمبر: 3485084
تهران (ایکنا) - له دې سره سره چی لویدیځ خپلې ژمنې نه اجرا کوي خو ایران د ښه نیت ښودلواو د غیرقانوني او یوړخیزه بایکاټونو د لیری کولو په هدف بیاهم یوې ښې موافقې ته د رسیدا لپاره نتیجه ورکونکو خبرواترو ته چمتو دې .

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران خارجه وزیر ښاغلی حسین امیرعبداللهیان  زیاته کړی ده له دې سره سره چی لویدیځ خپلې ژمنې نه اجرا کوي خو ایران د ښه نیت ښودلواو د غیرقانوني او یوړخیزه بایکاټونو د لیری کولو په هدف بیاهم یوې ښې موافقې ته د رسیدا لپاره  نتیجه ورکونکیو خبرواترو ته چمتو دې .

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر همداراز ویلی دي  موافقه باید هراړخیزه او جامع وي چې خلک یې ګټې او پایلې پوره پوره احساس کړي

حسین امیرعبداللهیان په دې خبرې سره چې یوې ښې موافقې ته رسیدو ته جدي یو، زیاته کړه:موافقه باید داسې جامع وي چې خلک یې ګټې وویني.

هغه زیاته کړه:دا څه چې ایراني ټیم په لیکلې بڼه وړاندې کړي دي، بیخي د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې دي او له برجامه وتلي په کښې هیڅ نشته او په متن کښې له ایټمي موافقې بهر غوښتنې نشته.

امیر عبداللهیان دې ټکي ته په اشارې سره چې ایراني ټیم به په ویانا کښې د ډیپلماسۍ او مذاکرې لاره د مذاکراتي منطق او تفاهم په چوکاټ کښې ووهي، وویل: تمه دا ده چې د خبرواترو په دوام کښې مقابل لوري د بندیزونو د ختمولو په شمول په معلومو وړاندیزونو او ځوابونو سره ویانا ته راغلي وي او د ګرم ښودنې له لوبې لاس واخلي.

د ایران او ۴+۱ ډلې د خبرواترو نوی پړاؤ چې د نومبر له ۲۹ نیټې څخه د آسټریا په ویانا کښې ترسره شو،د دسمبر په دریمه یعنې تیره جمعه پاې ته ورسیده.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i109352

captcha