ایکناخبری اژانس راپور راکړ ، د نړیوالو چارو یو کارپوه او د سیاسی چارو شناندی سید صباح زنګنه وائي د ابراهم تړون یوه موخه، په سیمې او نړۍ کې له ایرانه دویرولو د پروسې دودول او پراخول دي څو له دې لارې د ایران او دسیمې دهیوادونو ترمینځ اختلافات لازیات او رابرسیره کړي .
د ایکناخبری آژانس په کوربتوب او د ایران بسیجي استاذانو د ادارې د سټراټژي لیکنې او دسیاست جوړونې د اکاډمۍ او د آزاد اسلامی پوهنتون ددماوند څانګې د رسندوئي څيړنیز مرکز ،د رسینیو او مجازي فضا د سټراټژۍ د اکاډمۍ او د لویدیځ پيژندنې د اکاډمۍ په ملګرتیا سره ؛ د صهیونیسټ رژيم او اسلامی هیوادونو د اړیکو د عادي کیدا دپروژې د تاوان پيژندنې په باب د سیمنار دوهمه برخه هم ترسره شوه .
ددغه سیمنار په دوهمې برخې کې یوشمیر سیمه ایزو او نړیوالو کارپيژاندو برخه واخسته او د ابراهم سولې موافقې تش په نامې پروژې سره د ځينو عربو هیوادونو په یوځاي کیدا کې د اغیزشیندونکو عواملو او ریښو په اړه شننه او ارزونه وشوه .
په اروپا او امریکا کې د صهیونزم د چارو کارپوه رضا منتظمي د ابراهم سولې تړون په نامه له صهیونیسټي غاصب رژيم سره د بحرین او اماراتو په شان د هیوادونو د تش په نامه سولې موافقې په باب ددې پوښتنې په ځواب کې چې په داسې شرائطو کې چې صهیونیسټ رژيم خپل نفوذ له فراته هم ورآهوا پورې غزولی او ختیځي آسیا ته ئې رسولی دی ، آیا په حقیقت کې ئې ظرفیّت دومره دی چې دغه لیدتوګه او غوښته عملی کړي ؟ روښانه کړه ،یهودیت څلور زره کاله کیږي، چې خپلې نهائي موخې لپاره چې د یهودي نړۍ حکومت ته خپلواکي ورکول دي ، هڅه کوي او دم ګړۍ دغې موخې ته نزدې شوی او مونږ له دغې ښکارندې سره مخامخ یو، پر دې اساس اوس بحث یوازې د نیواکي ټاټوبو پر سر نه دی ، بلکې بحث پر نړۍ د یهودیّت دحاکمیّت په سر دی .
دصهیونزم دمطالعاتو دغه کارپيژاند یادونه وکړه،مونږ په هرې برخې کې د اسرائيلو او د دوی دنړیوالو ادارو له دسیسو او پلانونو سره لاس او ګریوان یوو او په دي ډګر کې لګښتونه ورکوو او که پر هغو درستو جبهو او ډګرونو باندې چې صهیونیسټ رژيم دمونږ په ضد پکې دسیسې کوي ،برلاسی ونه لرل شو ، خو هیڅ نتیجې ته نه رسیږو، چې زما په اند اویا فی صدي مقابله هماغه سافټ وار یا نرم جنګ دی .
https://iqna.ir/fa/news/4019553/%D9%8