IQNA

په افغفانستان کې له شپږم کلاسه زیات د انجونو زده کړې هماغه راز منع دي

15:37 - December 09, 2021
د خبر لمبر: 3485094
 تهران (ایکنا) -د طالبانو دغه چارواکي ووئیل ،د طالبانو حکومت هڅه کوي انجونې   له هلکانو څخه په جلا  کلاسونو کې  درس ووائي

ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د  معارفو  دوزارت د مرسیتالۍ سرپرست  عبدالحکیم همت پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې  له شپږم صنف څخه د   پورته د  انجونو زدهکړې هماغه راز ممنوع  اعلان کړې او  وې وئیل ، ترڅو چې  د انجونو زده کونکو  د شتون  دڅرنګوالي په باب  دستورالعمل برابر او تصویب نه شي ، په دغه سویه به د   انجونو دزده کړو اجازت   ورنکړل شي .

  د طالبانو دغه چارواکي ووئیل ،   دطالبانو حکومت هڅه کوي انجونې   له هلکانو څخه په جلا  کلاسونو کې  درس ووائي .

 کابو درې میاشتې کیږي ، چې په افغانستان کې  استاذان او هلکان ښونځیو ته ځي ، خو  انجونې او استاذانې تر دې دمه په کورونو کې ناستې دي .

 طالبانو سره له دې چې څو ځله ئې  د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی ، د انجونو ښونځي  پرانیزي ، خو بیا هم ددغو ښونځیو  دروازې هماغه راز تړلی دي . له شپږم کلاسه پورته د انجونو دزده کړو ښونځیو تړل کیدا  د افغانستان په داخل او بهر کې له سختو نیوکو سره مخامخ شوي دي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i109426

captcha