IQNA

د افغانستان د حکومت په رسمیّت پيژندل د نړیوالې ټولنې ضرورت هم دی 

20:41 - January 03, 2022
د خبر لمبر: 3485220
تهران (ایکنا) - په افغانستان کې  دطالبانو له  ولکې وروسته تر دې دمه یوه هیواد هم د طالبانو  موقته  حکومت به رسمیّت نه دی پيژندلی .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د ویندوي مرستیال  انعام ا... سمګاني  په افغانستان کې د دغې ډلې د موقته حکومت په رسمیّت پيژندنې  څخه  د ډډه کیدا اړخونو او نتیجو ته په اشارې سره  ووئيل،په افغانستان دکې د طالبانو د حکومت  په رسمیّت پيژندنه   نه یوازې ددغه هیواد اړتیا ده،بلکې دا د نړیوالې ټولنې ضرورت هم دی .

  سمګاني زیاته کړې،افغانستان د نړیوالې ټولنې یو غړی دی  او د نړیوالې ټولنې او د دغه هیواد ترمینځ رسمي تعاملات د ټولو په ګټه دي .

 داپه داسې حال کې دي چې  په افغانستان کې  دطالبانو له  ولکې وروسته تر دې دمه یوه هیواد هم د طالبانو  موقته  حکومت به رسمیّت نه دی پيژندلی 

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i110536

 

captcha