IQNA

طالبان په افغانستان کې د انجونو د زده کړې په پلانونې بوخت دي

16:48 - January 04, 2022
د خبر لمبر: 3485226
تهران (ایکنا) - د طالبانو یوه مسئول مقام مولوی نعیم الحق حقاني  ډاډ ورکړ ،  انجونې به  په نوی تعلیمي کال کې ښونځیو ته لاړې شي  او  هیڅوک  دمیرمنو دزده کړې  خنډ نه کیږي . 

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،  د افغانستان په هرات ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر نعیم الحق په دغه هیواد کې د انجونو دزده کړې  د دوام لپاره د موقته حکومت د پروګرانونو او پلانونې  خبر ورکړ .

نعیم الحق حقاني ووئیل،د طالبانو دموقته حکومت مسئولان د انجونو د زده کړې مخالف نه دي ،خو د مګړئ په یوه داسې جامع پلان برابرولو  بوخت دي څو میرمنې د تیر وخت په نسبت په لاښه ډول  خپلو زده کړو اوتربیّت ته دوام ورکړل شي .

 حقاني  ډاډ ورکړ،انجونې به په نوی تعلیمي کال کې ښونځیو ته لاړې شي او هیڅوک د میرمنو دزده کړې خنډ نه کیږي . 

 د هرات د کلتور او اطلاعاتو د ادارې مشر په دوام کې ووئيل،د میرمنو د د کار او اقتصادي فعالیتونو د دوام لپاره د طالبانو دحکومت د لومړي وزیر له اقتصادی مرستیال  مولوی عبدالسلام حنفي سره  مشورې دوام لري .

نعیم الحق حقاني  زیاته کړې ، دهیواد مرکزي مسئولانو ډاډ ورکړی  چې هڅه به وکړي ،څو  تاجرې میرمنې بیرته  خپل کار ته دوام ورکړل شي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i110558

captcha