ایکناخبری آژانس د ډيلی ټایمز له قوله راپور راکړ ، په دغه نندارتونک کې پرون ترسره شوي ،له اسلامی خوشخطۍ سره اړونده څه دپاسه سل هنري آثار نندارې ته وړاندې شول .
د پاکستان د مشرانو جرګې د آب و هواد بدلون د کمیټې مشرې میرمن سناتور سیمې ازدي چې ددغه نندارتون کتنه ئې کړې ، او ددغه نندارتونو اصلي ملیمه وه ، پخپلې وینا کې ووئيل ، چې اسلامی خوشخطي د مسلمانانو یو بې درکه شوی هنر دی .
د پنجاب صوبې د هنری شورا مدیر وقار احمد هم په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل ، خوشخطي د نړۍ یو تر ټولو پخواانی هنر دی .
هغه ووئيل دغه شورا د اسلامی خوشخطۍ د دودولو لپاره سریزې ترسره کوي او په دې کې ئې داسلامی خوشخطۍ کلاسونه هم پرانیستي دي .
د ټولنې مختلفو زیاتو کسانو په دغه نندارتون کې شتون درلود او نندارې ته وړاندې شوي آثار ئې ډير خوښ کړل .