ایکناخبري آژانس راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ مقدماتی مرحله له پرونه ،یعني د مرغومې د میاشتې له نولسمې نیټې راهسې د میرمنو په برخې کې او په درو ډلو کې یعني د د سړیو ، زده کونکو او نابیناؤ په وسیله پیل شوي او تر نن ماښام پورې به پاي ته ورسیږي. او له دې وروسته به د سړیو د سیالیو مرحله پيل او تر پنځه ویشتمې نیټې پورې به دوام وکړي .
دغه مقدماتي مرحله په داسې حال کې پيل شوې چې په دغو سیالیو کې ګډون کونکو له کابو یوه میاشت مخکې خپل تلاؤتونه ، د سیالیو ترسره کونکي کمیټې ته لیږدولي څو دغه آثار د ژیوري پلاوي په شتون سره په مقدماتي مرحلې کې وارزول شي .
په دغې مرحلې کې د آغلو او ښاغلو په دوو ډلو کې اته ویشت کسان قضاؤت کوي چې لس قاضیان ئې بهرني او اتلس نور ئې د ایران حافظان اوقاریان ټآکل شوي دي . د ژیوري پلاوي بهرني قاضیان ددغې سیالیو قضاؤت د ویډیوئي کنفرانس له لارې کوي او د پاکستان ، عراق ، بحرین ، کویت ، لبنان ، افغانستان، مراکش ،ترکیې او سورئې څخه دغه قاضیان ټاکل شوي دي .
باید ووئيل شوي چې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ نهائي مرحله هم سږکال په کب میاشت کې او د اسلام دګران پيغمبر د مبعث په شپو ورځو کې ترسره کیږي . تر دې دمه ددغې مرحلې دحضوري او مجازي شونې په باب قطعي فیصله نه ده شوې .