ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان په بدلونونو کې د رغنده رول د لوبونې لباره د ایران د اسلامی جمهوریت دسیاست په چوکاټ کې، ایران په افغانستان کې د طالبانو د بیرته واک ته د رسیدا له وخت راهسې ددغه هیواد له ښاریزو سره د انسان دوستۍ دمرستو ،د ثبات دټينګیدا،د خلکو ،قومیتونو او لږکیو د حقوقو د محترم بللو څخه پر ملاتړ تمرکز کړی دی .
همداراز تهران ته د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست امیرخان متقي د سفر په وخت د ایران له خارجه وزیر او د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي سره ددغه هیواد د بدلونونو او دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په باب خبرې اترې کړي دي ، چې دطالبانو ډلې مرستیال ویندوي هم په تهران کې د ایران له چارواکو سره د طالبان ود پلاوي لیده کاته ګټه ور بللی دي .
تهران ته د طالبانو دخارجه وزارت د سرپرست په سفر کې هغه ، د هرات له پخواني والی اسماعیل خان او د پنجشیر د جبهې له مشر احمد مسعود سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې . امیر خان متقي وئیلي دي ، له احمد مسعود او اسماعیل خان سره په لیدوکاتو کې ئې دوي ته ډاډ ورکړی چې له کومې اندیښنې پرته افغانستان ته ستنیدلی شي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده په تهران کې له اسماعیل خان او احمد مسعود سره د امیر خان متقي لیدوکاتو ته په اشارې سره ووئيل ،ایران د افغانستان د مختلفو ډلو ټپلو کوربه دی او د طالبانو د پلاوی په وروستی سفر کې هم ددغو خبرواترو کوربه ؤ .
پر افغانستان د طالبانو په ولکې سره ،دامریکا په وسیله ددغه هیواد د شتمنیو کنګل کیدا او داخلی اقتصادی چیلنجونه ، دافغانستان د ولس لپاره دجدی مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سبب شوي چې د افغانستان د میلیونونو خلکو لپاره د لوږې اوقخطۍ خطره ددغه هیواد لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی .دخوراکي او درملیزو ضرورتونو پشمول د افغانستان دخلکو مشکلاتو ته په پام سره د ایران اسلامی جمهوریت په ورستیو میاشتو کې ددغه هیواد له خلکو سره د خپلو انسان دوستۍ مرستو څوارلس جوپې لیږدولي دي .
په راپور کې وئيل شوي دي ، دغو مشکلاتو او د سیمې حالاتو ته په پام سره افغانستان ته دهند دمرستو دلیږد لپاره تهران ، د ایران له لارې دهندوستان د مرستو د لیږد لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.
د ایران اسلامی جمهوریت په سیاسی مسئلو کې له لاسوهنې څخه په ډډه کولو سره د افغانستان له ولس سره د انسان دوستۍ د مرستو په لیږدولو کې هماغه راز ددغه هیواد له ښاریزو سره پر مرستو ټینګار کوي ، البته په عین حال کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړیدا ، له بحرانه ددغه هیواد دوتلو یوازینۍ لاره ګڼي . په همدې خاطر ایران،د افغانستان د ګاونډیو هیوادنود دوهمې غونډې کوربه هم ؤ .
د ایران اسلامی جمهوریت د نړیوالې ټولنې د نورو غړو په شان په ډاګه وئيلی دي چې په افغانستان کې د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې شرط په دغه هیواد کې د ټول شموله حکومت جوړیدا ده چې د ایران دلوړپوړو چارواکو له خوا دپه کرتو دغه دریځ اعلان شوی دی . البته له افغان ولس سره دانسان دوستۍ خپلو مرستو ته هماغه راز دوام ورکوي .