ایکناخبری آژنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسېن امير عبداللهيان چې د قطر له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره له عمانه وروسته دغه هېواد ته لاړ دے نن په دوحه کښې د قطر له امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني سره کته او خبرې اترې وکړې.
د ايران خارجه وزير په دغه کتنه کښې د قطر امير ته د ايران د ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي د سلام په رسولو سره په مختلفو سياسي، امنيتي، تجارتي او اقتصادي برخو کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو او د وروستيو بدلونونو په اړه د نظر تبادله وکړه او د اقتصادی معاملو په زمينه کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د پراختيا لپاره په موجودو زمينو او ظرفيتونو ټينګاروکړ.
د ايران خارجه وزير همدارنګ له ګاونډيانو سره د تعلقاتو په برخه کښې د ایران د ديارلسم حکومت د پالېسۍ په بيانولو سره په خپلو مېنځو کښې د صلاح مشورو لپاره د دواړو هېوادونو د اعلی سطحې پلاو تبادلې ته اشاره وکړه.