IQNA

د ایران د قرآڼ دنړیوالو سیالیو مقدماتي مرحله پاي ته رسیدلې

15:17 - January 16, 2022
د خبر لمبر: 3485273
تهران (ایکنا) – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ مقدماتي مرحله،د نړۍد ۶۹هیوادونو د یوسل نوي ګډون کونکو د انځوریز فایل په خپرولو سره د قضاؤت لپاره ترسره شوه او نتیجې به ئې هم د سلواغې د میاشتې په لومړیو کې د اوقافو  او د خیریه چارو دادارې  د قرآني چارو د مرکز له خوا خپرې شي.

ایکناخبري آژانس راپور راکړ ، د دایران داسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ مقدماتي مرحله  د مرغومې دمیاشتې په پنځه ویشتمه نیټه  او د قضاؤت  کونکي ډلې لپاره د ګډون کونکو د ترټولو وروستیو اجرائي فایلونو په خپریدا سره  پاي ته ورسیده.

دغه سیالۍ  په پیل کې د میرمنو په برخې کې پيل شوې او  په دغې برخې کې د ګډون کونکو  اجرائي فایل د مرغومې په نولسمه او شلمه نیټه د قضاؤت د ډلې لپاره خپرې شوې  څو قاضیان ئې وارزوي .  

 په دوام کې او دمرغومې په ۲۲نیټه  د سړیو په برخې کې  سیالۍ پیل شوې او  دهمدغې میاشتې تر ۲۵پورې ، ئې دوام درلود. په دغې مودې کې   د میرمنو او سړیو په دوو برخو کې  د نابینایانو ، زده کونکو  او د اوقافو دادارې د سیالیو د ګډون کونکو په درو ډلو :ې  د نړۍ له ۶۹هیوادونو څخه د ۱۹۲ګډون کونکو  د ویډیوئي فایلونونه  خپرۀ شول .

  دایران د قرآن دنړیوالو سیالیو  په مقدماتي مرحلې کې ،د  ۴۲هیوادونو  د سړیو دبرخې   دتحقیق قرآءت په څانګې کې، د څلویښتو هیوادونو د سړیو د حفظ په څانګې کې ، د درویشتو هیوادونو د سړیو دترتیل په څانګې  او  د میرمنو د حفظ په څانګې کې د اولسو هیوادونو استازو  ځانونه په دغو سیالیو کې   دګډون لپاره معرفي کړي دي .

د  ایران د خیریه چارو او اوقافو  د ادارې د قرآني چارو د مرکز دسیالیو مرستیال  حمید مجیدي  له ایکنا خبری آژانس سره په خبرو کې  ددغو سیالیو  نهائي مرحلې ته د رسیدونکو د نامو د اعلان د وخت په باب  ووئيل ،  دې ته په پام سره چې  د سیالۍ  په دغې مرحلې کې  بهرنيو داؤرانو یا قضاؤت کونکو  هم په آنلاین بڼه  دتلاؤتونو ارزونې وکړې ، د داخلی او بهرنیو قضاوت کونکو دواړو ډلو د فرمونو دتطبیق لپاره  وخت لازم دی . هغه دغه راز ووئیل یوه کمیټي  د قضاؤت د فرمونو د ارزونې کار ترسره کوي ،څو د نمبرو په حدودو کې تخنیکي ارزونې ترسره کړي . په همدې اساس  اټکل کیږي ، چې د سلواغې د میاشتې په لومړیو کې  نهائي مرحلې ته درسیدونکو نامې او ددغې مرحلې  نتیجې  اعلان شي .

https://iqna.ir/fa/news/4028777

captcha