IQNA

د فرانسې د مسلمانانو د شورا په ړنګیدا مسلمانان غوسه شوي

16:06 - January 16, 2022
د خبر لمبر: 3485275
تهران (ایکنا) - د فرانسې د مسلمانانو د شورا له تاسیس شل کاله وروسته،ددغه هیواد چارواکو ووئیل،نیّت لري ددې په ځاي داسلامی ټولنې په نامې سره بله اداره  جوړه کړي ، یوه داسې فیصله چې  ددغه هیواد دمسلمانانو غوسه ئې راپارولې ده .

ایکنا خبری اژانس د العالم له قوله راپور راکړ،له دې وروسته چې د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون څو ورځې مخکې د فرانسې د مسلمانانو د  شورا په ځاي چې له شلو کلونوراهسې فعاله ده ،د اسلامی ټولنې د جوړولوخبر ورکړ،د فرانسې په مسلمانې ټولنې کې ئې سخت او کرکیجن غبرګونونه راپارولي چې هماغه راز دوام لري .

 د فرانسې چارواکي باؤري دیي د دوي د خوښې وړ اسلام  په نمایندګۍ د مسلمانانو  شورا بې وسه ده او باید  د اسلام په باب د دوي د لیدتوګې په اساس  یو بل اورګان  جوړ شي .

 دا چاره یوه داسې لمسونکي فیصله وه  چې په فرانسې کې  د  دډ يرو اسلامی ټولنو او روحانیونو دپام وړ وګرځیده او  یو شمیر هم  دا د سیاسی موخو لرونکي ګڼي .  دوه میاشتې  د ولسمشرۍ  انتخاباتو ته پاتې دي ، چې آمانوئل ماکرون د هغه افراطي زوړ پال لوري د رایو په ترلاسه کولو پسې دی ، چې  له اسلام او کډوالو سره په دښمنۍ مشهور دی .

دا په داسې حال کې دي ، چې د جغرافیا او سیاسی علومو  استاد ډاکټر عمادالدین حمروني په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دا موضوع  په خاصه توګه د فرانسې د مسلمانانو د شخصي آزادیو دمحدودولو لپاره ده او دا هماغه شی دی چې زیاتره اسلامی موسیسې او ټولنې ئې دلته په فرانسې کې ويني او دا قانون په حقیقت کې د آمانوئل ماکرون  د راتلونکي ولسمشرۍ  دانتخاباتو د  کمپیّن په خدمت کې  دی .

له بل پلوه نورو اسلامی ټولنو،د فرانسوي چارواکو په لومې کې د ښکیلیدا دخطرې په باب هم خبرداری ورکړی او د منطق د ژبې او خبرواترو غوښتنه ئې کړې ده .د فرانسې دمسلمانانو دتنظیم مشرغالب بالشیخ په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، خبرې اترې باید  دعیني ټکو په اساس،په آرامښت او له عقل او پوهې سره یو ځاي وي  او داسلامی ټولنو  مسئولان او دجوماتونو امامان دې  د خپل دین او فرهنګ تر ټولو ښه سفیر  شي .

داسې ښکاري  چې د فرانسې مسلمانه ټولنه به د فرانسې د ولسمشرۍ  دراتلونکو انتخاباتو په نتیجو کې چې د وري د میاشتې په یویشتمه نیټه ترسره شي ، ټاکونکی رول  ولري .

https://iqna.ir/fa/news/4028904/خشم-مسلمانان-فرانسه-از-انحلال- 

captcha