ایکناخبرِ آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د حکومت جګ پوړو سرچینو پرون وویل چې د دغه هیواد مرکزي بانک له افغانستان سره د مرستې لپاره د پیسو د راغونډولو د صندوق د جوړولو طرحه د مالي اقدام د ځانګړې ډلې FATF د احتمالي بندیزونو له ویرې رد کړې او له اسلام آباده یې هم غوښتي دي چې په دې هکله خپلې فیصلې باندې دوباره غور وکړي.
د پاکستان مرکزي بانک همداشان ددغه هیواد حکومت ته خبرداری وکړ چې د یاد صندوق په جوړولو سره ممکنه ده FATF په اسلام آباد باندې بندیزونه ولګوي.
د مالي اقدام ځانګړې ډله یعنې FATF په ۱۹۸۹ میلادي کال کښې جوړه شوې او خپله دنده یې له (مني لانډرنګ) یعنې په غیرقانوني توګه ترلاسه شویو پيسو ته د قانوني بڼې له ورکولو سره مقابله اعلان کړې ده.
د ویلو ده چې د پاکستان د خزانې وزارت له دې مخکښې د خپل هیواد مرکزي بانک ته امر کړی و چې له افغانستان سره د مرستې صندوق زرترزره جوړ کړي.
دغه غوښتنه په داسې حال کښې رد شوې ده چې د پاکستان وزیراعظم په دې وروستیو کښې افغانستان ته د ماهرو او متخصصوکسانو لیږلو ته چمتووالی اعلان کړی دی.
له بلې خوا د څو میاشتو له تیریدو وروسته پاکستان تراوسه له خپلې خاورې افغانستان ته د هندوستان د ډالۍ کړو غنمو د تیریدو اجازت نه ده ورکړې.