IQNA

د امریکا یهودي معبدونو او اورګانونو صهیونیسټي رژيم توکمپال وبالۀ 

16:42 - January 17, 2022
د خبر لمبر: 3485281
تهران (ایکنا) –د امریکا لسو یهودي اورګانونو او کلیساګانو دیوه انټرنیټي طومار په لاسلیک کولو سره،د صهیونیسټ رژيم د توکمپالو سیاستونو دوام په کلکه محکوم کړ.

ایکناخبری آژانس د فلسطین وفا له قوله راپور راکړ،د امریکا د یهودي لږکي کلیساګانو او اورګانونو،په آسټریلیا کې دسیډنې جشنوارې دبایکاټولو غوښتنه وکړه . دوي  دیوه انټرنیټي طومار په لاسلیک کولو سره د صهیونیستي رژيم  دتوکمپالو سیاستونو او دغه راز  د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې  دښارګوټو جوړونې له دوام سره خپل  مخالفت اعلان کړ .

په دغه طومار کې راغلی دي ، مونږ د  سیډني  جشنوارې د بایکاټولو په بلنې ورکولو سره  د فلسطین له ملت سره په پيوستون کې دمهمې شیبې  شاهدان یوو،ځکه  چې  په آسټریلیا کې د اسرائيلو سفارت ، له دغې جشنوارې سره د شل زره ډالرو  مرستو کړي دي .

په یوې هغې آنلاین نظر غوښتنې کې  چې د یهودیانو د انتخاباتو د موسیسې په وسیله د تیر جون اته ویشتمې نیټې څخه د جولائي تر لومړۍ نیټې پورې  دانټرنیټ له لارې ترسره شوي ،او اته سوه یهودیانو پکې ګډون کړی،د اسرائیلو له نیواکګر رژيم څخه د امریکائي یهودیانو د سختې کرکې او نفرت ښودنه کوي .

https://iqna.ir/fa/news/4029203

captcha