ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا سازمان په دفتر کې د دریو ایراني ډیپلوماټانو په ورلیږل کیدا شپږ کاله وروسته په جده کې خپل فعالیت پیلوی .
د ایران خارجه وزیر امیرعبداللهیان د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۲۳ په تهران کې د عراق له خارجه وزیر فواد حسین سره په خبری کانفرنس کې د ایران او عربستان ترمنیځ د مزاکراتو د څلورو پړاونو په ترسره کولو کې د بغداد رول ته په اشارې سره وویل عربستان په جده ښار کې د اسلامی ملګرتیا په سازمان کې د ډیپلوماټانو په توګه د دریو ایرانی ډیپلوماټانو لپاره د ویزو له صادرولو سره موافقه کړی او د دغو دریو ډیپلوماټانو ویزې صادرې شوی دي .
د دغه راپور په اساس ټاکل شوی ده دغه درې ډیپلوماټان له شپږو کلونو وروسته په جده ښار کې بیا خپل فعالیت پیل کړي .