ایکناخبری آژانس د ټي ار ټي له قوله راپور راکړ، دهندوستان پولیسو پرون د یوې خبرتیا په اعلانولو سره ووئيل هغه افراطي راهب ئې نیولی دی چې د مسلمانانو د نسل ختمونې غوښتنه کړې وه .ممکنه ده هغه په پنځه کلن بند محکوم شي .
د هندي پولیسو یوه چارواکي وئيلي دي چې دغه افراطي هندو راهب چې په ډاګه د مسلمانانو په ضد د افراطي هندوانو د لمسولو دندې ترسره کوي، په یولړ نوروتورونو هم کې هم لاس لري او دغه تورونه به ئې په دوسیې کې ورزیات شي .
داهندو راهب دوهم کس دی چې په دغې دوسیې کې د بحران د حل لپاره په تیرې اونۍ کې د هند دلوړې محکمې له دخالت وروسته نیول شوی دی.
د هندوستان په یو اعشاریه څلورمیلیارډ آبادۍ کې مسلمانان ددغه هیواد کابو څوارلس فی صدي نفوس جوړوي او کابو دوو سوو میلیونو ته رسیږي .