ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، دپاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټيلیفوني خبرې کړي .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوې اعلامیې کې ،ئيلي دي ، عمران خان له پوتین سره په دغو خبرو کې د افغانستان د ولس په اړتیاؤ د ارزونې په موخې سره په امریکا کې د افغانستان داسعاري زیرمو پر آزادولو باندې په ا همیّت ټينګار کړی او وئیلي ئې دي ، افغانستان او ددغه هیواد ولس لومړنیو مرستو ته ډيره اړتیا لري او باید نړیواله ټولنه ئې په دغو سختو شپو ورځو کې یوازې پرې نه ږدي .
داپه داسې حال کې د ي چې د ملګروملتو سرمنشي آنتو نیو ګوتریش هم تیره اونۍ دهغو قوانینو د ځنډولو غوښتنه کړې ، چې د افغانستان د ښاریزو دژوند او اقتصاد د ژغورلو لپاره دپیسو د استفادې خند شوي دي .
د تیر اګست په پنځلسمه نیټه قدرت ته دطالبانو په رسیدا پسې په امریکا کې د افغانستان دشتمنیو کنګل کیدا او بندیزونو ددغه هیواد د ولس اقتصادي مشکلاتو ته لمن وهلې ده . دملګروملتو ، دبشردوستۍ د دفاعي ادارو د راپورونو په اساس،د امریکاد بندیزونو دوام د افغانستان د میلیونونو خلکو او لږترلږه یو میلیون ماشومانو ژوند له سخت خطرې سره مخامخ کړی دی .