ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د مشهد خراسان رضوي آستانې په کوربتوب سره دایران او نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه د لسګونو متفکرانوا و غوره شخصیتونو په شتون سره د زړونو د سردار جنرال قاسم سلیماني شهید دمفکورې او د فلسطین دمقاومت په باب سیمنار ترسره شو .
په دغه سیمنار کې لبنانۍ لیکوالې میرمن لیلی مزبوتی په خپلې وینا کې وویل: سردار شهید سلیمانی د مقاومت د محور په پیاوړتیا کې اساسي رول درلودلی، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د مشر په توګه د هغه تر ټاکلو وروسته په لږه موده کې لبنان د اسرائیلو له نیواکه خوشي شو.
میرمن مزبوتي زیاته کړه: مقاومت به د سردار سلیماني لاري ته دوام ورکړي، که څه هم ځینې عرب هیوادونو له صهیونیستي رژیم سره اړیکي ټینګي کړي بیا به هم د مقاومت ځواکونه د صهیونیستي رژیم د اشغال په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.
همداراز په دغه سیمنار کې فرانسوۍ ډایرکټري «کریسټین ګیوم» هم پخپلې وینا کې وویل: لکه څرنګه چي ارواښاد امام «خمینی» ره د اسلامي هیوادونو د وېښتیا سبب شو، شهید سردار سلیماني هم په اسلامي هیوادونو کې د مقاومت د پیاوړې کېدو سبب شوی دی .
امریکایي لیکوال او مدني فعال جان جیمز هم پخپل وار په وینا کې د داعش ترهګریزو فعالیتونو ته په اشارې سره وویل: که په عراق او سوریه کې شهید سردار سلیماني رول نه وای لوبولای، مسلمانان به له عامې وژنې سره مخامخ شوي وای، او د داعش په مټ به په مسلمانانو کې د هلوکاسټ پېښه رامینځته شوې وای.
هغه زیاته کړه: شهید سردار سلیمانی څو اړخیزه شخصیت درلوده، په داسي حال کې چي متفکر، اتل او د پلان په جوړولو کې ماهر و، خو ډېر نجیب، خاکساره او زړور کس و.