IQNA

د ایران او روسیې تعامل په سیمې کې د امنیت زمینه جوړونکی دی 

11:33 - January 19, 2022
د خبر لمبر: 3485290
تهران (ایکنا) - روسیې په سفر له تلو مخکې ابراهیم ریئسی  ووئيل،دغه سفر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  په بلنې سره ترسره کیږي او په دغه سفر کې به د سیمه ایزې ډيپلوماسۍ د لوړتیا لپاره هڅه وشي .

 ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  نن له تهرانه د  ماسکو په لور له سفره  مخکې په مهرآباد هوائي ډګر کې  ووئيل،د ایران او روسیې تعامل امنیت  جوړونکی دی او  په سیمې کې به د یواړخیز پالنې  مخنیوی وکړي .

ابراهیم ریئسی  ووئيل   دغه سفر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  په بلنې سره ترسره کیږي  او په دغه سفر کې به د سیمه ایزې ډيپلوماسۍ  دلوړتیا لپاره هڅه وشي .

داسلامی ایران ولسمشر  زیاته کړه ، له درستوګاونډیانو په تیره بیا له روسیې سره دایران  ارتباطات  چې په سیاسی ، اقتصادي او تجارتي   او نورو حوزو کې  شته دي ،،د  هغو درستو مناسباتو  لپاره  چې له روسیې سره ئې لرو ، د بدلانۀپيچومی شی .

 هغه ووئيل د ایران اسلامی جمهوریت  یو خپلواکه ،قدرتمند او په سیمې کې  نفوذ لرونکی هیواد دی  او روسیه هم  یو مهم، قدرتمند او نفوذ لرونکی  هیواد دی . د دواړو هیوادونو خبرې اترې  مهمې او د سیمې په امنیت ،اقتصادي اړیکو او دسیمې په تجارتي چارو کې  ډيرې اغیزشیندونکي کیدلی شي .  هغه  په عین حال کې ووئيل  ایران او روسیه  ګډې ګټې لري  او  ددواړو هیوادونو تعامل او ګډې ګټې  امنیت رامینځةکونکي دي او په سیمې کې له یواړخیز پالنې سره  مقابله کوي .

  د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ د روسیې په سفر لاړ.

captcha