IQNA

امارات دې ځان د یمن دکلک غبرګون لپاره تیار کړي

14:28 - January 19, 2022
د خبر لمبر: 3485292
تهران(ایکنا) -  یمن د ملی نجات حکومت یو مسئول مقام علی القحوم نن په یوه پیغام کې لیکلي دي ،دیمن په ضد به د  متحده عربی اماراتو  د جنایتونو په وړاندې چُپه خوله کښې نه ني . 

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،یمن د ملی نجات حکومت یو مسئول مقام علی القحوم نن په یوه پیغام کې روښانه کړې ،د ځواب وئیلو ټاکنه هماغه راز پخپل ځاي پاتې ده او امارات دې  د یمن د لازیاتو اوسختو حملو لپاره ځان تیار کړي .د اماراتو لپاره به دامریکا او اسرئيلو ملاتړونه هیڅ کارندوالی ونه لری،مونږ به ددغه هیواد مرکز په شیشت کې راولوو. 

 د یمن دغه حکومتي چارواکي ټينګار کړی،ترهغه وخته چې کلابندي او تیري دوام  ولري ،د ځواب وئيلو او مخه نیونې انډول به  هم دوام ولري او لا سټراټژيک او حیاتي دریځونه  به رابرسیره شي .

 متحده عربی اماراتو په همدا وروستیو کې پر یمن خپلې حملې زیاتې کړي او خپل تالي څټي ځواکونه ئې چې  داعشي تکفیریانو بانډې مشتمل دي ، دیمن په جنوب کې شبوه  ولایت ته د حملو لپاره لیږدولي دي .

 د یمن  دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوي او ډرونز یونټونو ، د دوشنبې  په ورځ  ددغو تیریو  د ځواب په یوې برخې کې دا ماراتو دابوظبئ نړیوال هوائي ډګر او د آدنوک تیلی شرکت ټینکرې  په لسو بالسټیک توغندیو او شلو ډرونز سره وویشتې  چې  وئیل کیږي ، درې کسان پکې وژل شوي او یو شمیر نو ر هم ټپيان شوي دي او د غو سیمو ته ئې دير تاوانونه هم اړولي دي .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i111250

captcha