ایکنا خبری اژانس د سپوټنیک له قوله راپورراکړ ، د فرانسې مشرانو جرګې په هغو سیالیو او پيښو کې د ګډون لپاره چې د سپورټي فیډریشنونو په وسیله ترسره کیږي ،د غوره او اوڅاره مذهبی سمبولونو څخه د استفادې منع کونکي تش په نامه وړاندیزي قانون ته رایه ورکړه .
سناتورانو ددغه قانون په شرحې کې روښانه کړې ده،دغه اصلاحیّه په سپورټي سیالیو کې له سکارف یا حجاب څخه د استفادې د ممنوعیّت په موخې سره تصویب شوې ده . دوي زیاته کړې،حجاب د سپورټي تمرین په وخت د لوبغاړو حفاظتي توان له خطرې سره مخامخولی شي .
د المپیک د منظمونې کمیټې په دې زمینې کې د څه وئيلو لپاره غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی .دغه رائ ګیري،له دې یوکال وروسته ترسره شوي چې دفرانسې په پارلیمان کې قانون جوړونکو د فرانسې ارزښتونو ته د احترام د دودولو او د افراط پالو په وړانې له فرانسې د ساتنې لپاره په هڅې کې پرجوماتو،ښونځیو او سپورټي کلبونو د څارنې لپاره یوه مسوده تصویب کړې ده.یوه داسې مسوده چې په فرانسې کې د ترهه ګرۍ له ودې سره د مقابلې لپاره د فرانسې دولسمشر آمانوئل ماکرون یو مهم پلان معرفی شوي .
ددغه قانون په مطرح کیدا نیوکه کونکو دغه قانون دسږکال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې دآمانوئل ماکرون مینځ پال ګوند سره اړونده زوړپال لوري دجذبولو لپاره یو سیاسی چلول بللی دی .
د فرانسې سناتورانو له هغو محدودیتونو سره سره چې ددغه هیواد پر مسلمانو ښاریزو تپل کیږي، ادعا کړې ده ، درست ښاریز دخپل دین د چارو په ترسره کولو کې آزاد دي ،خو ټينګار ئې کړی، چې ټول باید داختلافاتو له رابرسیره کولو ډډه وکړي .
دفرانسې په دغه قانون ددغه هیواد مسلمانو ښځینه لوبغاړو سخت اعتراضونه کړي او وئيلي ئې دي ،ټوله مسلمانې میرمنې باید د ګروهنې په بڼه کې حق ولرل شي،د خپلې خوښې وړ ورزش پخپل حجاب سره ترسره کړي د شکایتی فیډریش له خوا د اعمال شوي ممنوعیّت د لغوه کولو په خاطر ، ،په حکومتي شورا کې یو شکایت مطرح شوی دی