IQNA

څلورو مهمو اروپائي هیوادونو له فلسطین څخه په ملاتړکې اعلامیه صادره کړه

15:54 - January 20, 2022
د خبر لمبر: 3485297
تهران (ایکنا)- څلورو اروپائي هیوادنوپه ملګروملتو کې دیوې ګډې اعلامیې په صادرولو سره له فلسطین څخه په ملاتړ  په ټينګار سره ،په نیواکي ټاټوبو کې د اسرائیلو  دښارګوټو دجوړونې ددرولو غوښتنه وکړه .

ایکناخبری آژانس  دالجزیره له قوله راپورراکړ، اسماه عبدالخالق  چې د  عربو د ډ لې په نمایندګۍ ئې د ملګروملتو ملتو په امنیت شورا کې ،د مینځني  ختیځ  په تیره بیا د فلسطین د موضوع په باب  وینا کوله او د فلسطین  د ولس له حقوقو په تیره بیا د ختیځ قدس په پلازمینې سره ئې په ۱۹۶۷ کال پولو کې د یوه خپلواکه هیواد د درلودلو لپاره د دوي له حق څخه ددغې ډلې ملاتړ ملاتړ اعلان کړ .هغه همداراز په دې زمینې کې د نړیوالو فیصلو په تیره بیا د ملګروملتو د پریکړه لیکونوپر اهمیّت اجرائي کیدا ټينګار  وکړ .

له بل پلوه د فرانسې،جرمني،اسپانیا او ایټالیا خارجه وزیرانو هم پرصهیونیستي رژيم غږ کړی ،چې په ختیځ قدس کې دې د نوو هستوګنې ښارګوټو  له جوړولو ډډه وکړي ،ځکه دا کار غیرقانوني دی.دا کار له دې وروسته شوی ، چې صهیونیستي چارواکو په روانې میاشتې کې  په نیواکي  ختیځي قدس کې کابو درې زره پنځه سوه نوي کورونو جوړول تصویب کړي دي .

د څلورو مهمو اروپائي هیوادونو په اعلامیې کې روښانه شوې ده،د نووسلګونو ودانیو جوړول  به ددوو هیوادونو د حل لارې په سر  نوي خنډونه رامینځةکړي . په دغې اعلامیې کې همداراز ټينګار شوی دی،په تصویب شوو سیمو کې د ښآرګوټو جوړول،به دختیځي قدس او لویدیځي غاړې ترمینځ  جدايی رامینځةکول دي . دغو څلورو هیوادونو همداراز  دبیت المقدس په ختیځ کې په شیخ جراح کوڅې کې د فلسطینیانو د کورونو په خالی کولو اوړنګونو باندې  اندیښنه هم څرګنده کړې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4030023/بیانیه-

captcha