ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دایران داسلامی جمهریت ولسمشر ابراهیم رئیسي نن د روسیې په ولسی جرګې یا دوما کښې پخپلې وینا کې وویل ایران د نړۍ له ټولوهیوادونو په تیره بیا له ګاونډیو او هم تړونه هیوادونو سره د زیات تعامل کوشش کوي او ددغه تعامل او د ملګرتیا هدف او بنسټ د ملتونو متقابلې ګټې او یوې(۱) متمدنې نړیوالې ټولنې ته بڼه ورکول دي .
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ د لشکرکشۍ او د نیواک د سیاست ماتي خوړل او له عراق او افغانستانه تښتیدا ته د امریکا مجبوریدل د ملتونو د مقاومت له کبله دي .
هغه وویل د ترهګرۍ پرضد جنګ د سطله غوښتنې پرضد جنګ دی ځکه چې ترهګرۍ د سلطه غوښتنې یوه(۱) جانبي نتیجه ده .
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د سلطه ګرۍ سټراټيژۍ ماتي خوړلي ده او امریکا په تر ټولو کمزوري حالت کښې ده او د خپلواکه هیوادونو قدرت په تاریخ جوړونکي ودې کښې دی .
رئیسي وویل له ترهګرو سره د امریکا شیطاني ائتلاف د دنیا د خلکو په تیره بیا د لویدیځې اسیا او له سوریې رانیولي تر افغانستان پورې د ملتونو لپاره د ورځې په شان روښانه دی او همدا اوس له قفقاز څخه تر مرکزي اسیا پورې نویو ماموریتونو ته د تکفیري ترهګرو د استولو لپاره پیچلي پروګرامونه روان دي .
هغه وویل ناټو په نویو پوښښونو سره په بیلابیلو جغرافیايي حوزو کښې د نفوذ کوشش کوي کوم چې د خپلواکه هیوادونو ګډې ګټې له ګواښ سره مخامخ کوي .
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل په ملتونو باندې بایکاټ لګول د نوي سلطې غوښتنې یوه(۱) دوده بڼه ده او ورسره مقابله کول د خپلواکه هیوادونو ملګرتیا او ډله ییز ځواب ورکولو ته ضرورت لري په بله بڼه کښې به په بیلابیلو پلمو سره د ټولو هیوادونو حتی د امریکا په متحدینو هم بایکاټونه ولګیږي
هغه وویل امریکا ادعا کوي چې بایکاټ د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي فعالیتونو په وجه دی خو ټوله دنیا پوهیږي د ایران اټومي فعالیتونه دغه فعالیتونه قانوني دي او هغه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر څارنې لاندې دي .