ایکناخبری آژانس د اسلامی ارتباطاتو اوکلتور د ادارې له قوله راپورراکړ، دغه ویبینار د اسلام دګران پيغمبر د یکې یوې لورحضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیهاد نیکمرغه زوکړې او د مور او میرمن دورځې په مناسبت ترسره کیږي او په ممبئ کې د ایران داسلامی جمهوریت د خانه فرهنګ مسئول او کلتوري اتاشي محسن آشوري او دممبئ ښار د قرآن کریم مفسره او د میرمنو دټولنیزو چارو کارپوهه نیلم وکیل به پکې ویناوې وکړي.
په راپور کې وئيل شوي دي ،د هندوستان د بنګلور ښار د اردو ژبې یو استاد او د جعفریه ټولنې دمیرمنو ددینیات مشره میرمن سید مخلیص فاطمه عابدي ،د ممبئ ښار د خدیجةالکبرا د تعلیمي کمپلیکس موسیسه او مشره میرمن زهرا رضوي ،د هند اورنګ آباد ښار د نړیوال آزاد پوهنتون او د امام عصر د مکتب مشره میرمن سیده ذاکره رضوي،د بنګلور ښار د اسلامی متفکره میرمن سیده ندرت فاطمه او یو شمیر نورې هندۍ متفکرې به ددغه ویبینار ویناوالې وي .
ددغه راپور په اساس،د علی ټي وي چینل او وین ټيلیویژنی چینل ،د زین العبا، ایس این این انټرنیټي چینلونه او عصت ټي وي به دغه ویبینار په ژوندئ بڼه خپور کړي .
مینه وال په دغه ویبینار کې دګډون لپاره کولی شي په ؛
https://us۰۲web.zoom.us/j/۸۸۹۱۳۸۴۹۳۵۲?pwd=d۲۵oZ۱dNK۲dTanpkTVo۲VnhPdzB۰dz۰۹ او یا کډ Meeting ID: ۸۸۹ ۱۳۸۴ ۹۳۵۲ Passcode: ۷۸۶۱۱۰ په انټرنیټي زوم چینل کې دغو چینلونو ته واردیدلی شي .