IQNA

د حضرت فاطمةالزهرا(س)د نیکمرغه زوکړې په مناسبت دعراق دقرآني میرمن سیمنارجوړشو

15:55 - January 22, 2022
د خبر لمبر: 3485302
تهران (ایکنا) – د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت  دنجف اشرف علوی مقدس آستان ، د عفاف د اونۍ جشنواره ترسره کړه چې  د عراق د قرآني میرمنو د دوه ورځنۍ غونډه د دغې چشنوارې یوه برخه ده .

ایکناخبری آژانس د علوي آستان د اطلاع رسونې د مرکز له قوله راپور راکړ، دغه جشنواره د حضرت فاطمةالزهرا د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په درشل کې د سلواغې له لومړۍ نیټې پیل شوي  او تر یوې اونۍ پورې به دوام ولري.

د علوي سپيڅلي آستان د ادارې شورا غړي او د جشنوارې د ترسره کونکي کمیټې مشر سلیم  الجصاني  په دې باب ووئيل ، په دغې جشنوارې کې ډول ډول قرآني ،دیني او کلتوري پروګرامونه شامل دي چې تر یوې اونۍ پورې  دوام لري .  

هغه ووئيل دعراق د قرآني میرمنو دغه غونډه د روان اکل د سلواغې په اوه او اتمه نیټه يعني د راتلونکي اونۍ په پنجشنبې او جمعې ورځود علوي سپيڅلي آستان د عمار یاسر (ع) د غونډو په هال کې  به ترسره شي .

الجصاني ووئيل د قرآني محفل ترسره کیدا،د کوفې پوهنتون د فقې د پوهنځي دقرآني هال افتتاح ،د کوفې د پوهنتون دانجونو دتربیتي علومو په پوهنځي کې د قرآني جلسې ترسره کیدا او په علوي حرم کې د حضرت زهرا په صحن کې د ؛ عفاف اونۍ د جشنوارې مرکزي جشن ترسره کول ددغې جنشوارې ځيني برخې دي .

هغه ووئیل،د عراق د ؛المثنی ؛ پوهنتون دمرکزي کتابتون دنوي ودانۍ پرانیسته،د حضرت زهرا د صحن د اداري ودانۍ افتتاح او د عراق د دیوانیه ښار د السنیة سیمې د دارالقرآن پرانیسته ددغې جشنوارې  نوره برخې شمیرل کیږي .

 https://iqna.ir/fa/news/4030217  

captcha