IQNA

د پاکستان او ایران ترمینځ په پولې باندې د ازغن تار لګول بشپړیږي

16:29 - January 22, 2022
د خبر لمبر: 3485304
تهران (ایکنا) – د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په یولړ څرګندونو کې په نزدې راتلونکي کښې له ایران سره د سرحدي ازغن تار د پروژې  د بشپړیدو خبر ورکړ

ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له  قوله راپور راکړ، دپاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد پرون د پاکستان په سینټ کښې وویل: له ایران سره په ګډ سرحد باندې د ازغن باړله لګولو څخه یوازې دوه سوه کیلومیټره سیمه پاتې ده چې دا برخه به هم ډیره زر بشپړه شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه:له افغانستان سره هم په ګډې پولې باندې د اغزن تارپه بشپړیدو سره به د پاکستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو اقدامات کم شي.

خو په عین حال کښې د پاکستان رسنیو لیکلي دي چې په دغه هیواد کښې د اوربند له موافقې څخه د تحریکِ طالبان  پاکستان په نامه غیرقانوني ډلې له وتلو وروسته ترهګرې حملې هم زیاتې شوې دي.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i111372

captcha