IQNA

اسلام اباد او ماسکو پاکستان ته د ولادیمیر پوتین د سفر لپاره شیبې شمیري

16:29 - January 24, 2022
د خبر لمبر: 3485314
تهران(ایکنا)-په پاکستان کې ډيپلوماټيکو سرچینو ووئیل ،اسلام اباد او ماسکو په روان کال کې پاکستان ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د رسمي  لومړني سفر د نهائي کولو په تکل کې دي .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان رسمی رسندوئي سرچینو وئيلي دي ، د اسلام اباد او ماسکو حکومتونه   په یوه وخت  اسلام اباد ته د سفر لپاره د ولادیمیر پوتین د راتلونکي سفر په پلانونې سره،د اقتصادي مناسباتو دلازیاتې ژورتیا لپاره د ټاکنوپه ارزونې بوخت دي.

دپاکستان لومړی وزیرعمران خان چې یوه اونۍ مخکې ئې له ولادیمیرپوتین سره په ټيلیفوني تماس کې هغه ته اسلام اباد ته درسمي سفربلنه ورکړې وه،ټاکل شوې ده په بیجینګ کې د اولمپیک د ژمنو لوبو د پرانیستونکو دستورو په څنډې کې په راتلونکي میاشت کې د دواړو هیوادونو  د مشرانو په پلان شوي لیدو کاتو کې  شخصا،د روسیې ولسمشر ته  پاکستان ته د رسمي سفر لپاره بلنه ورکړي .

په پاکستان کې ډيپلوماټيکو سرچینو  خبري سرچینو ته وئیلی دي،چې اسلام اباد ته د ولادیمیر پوتین په تیرو دوو کلونو کې تل د دواړوهیوادنو له خوا دپام وړ ګرځيدلی ،خو د کوویډ نولس ډوله  ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس خپریدا پشمول ځيني مختلف دلیلونه  ددغه سفر خنډ شوي دي .

    https://www.irna.ir/news/84624700/اسلام-آباد  

captcha