IQNA

پاکستان  د هند له خوا افغانستان ته ډالۍ شوي  غنم لیږدوي

16:45 - January 24, 2022
د خبر لمبر: 3485315
تهران (ایکنا) –له څومیاشتو مخکې راهسې دهندوستان حکومت د افغانستان خلکو ته۵۰ زره ټنه غنم ډالۍ کړي،خو دپاکستان حکومت ئې  افغانستان ته د رسولو په سر له هندوستان سره اختلاف لري .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ،د هند او پاکستان هیوادونه د څو میاشتو له صلاح مشورو وروسته، افغانستان ته د نوي ډیلي له خوا د ډالۍ شویو غنمو د لیږلو په سر موافقې ته ورسیدل

هندي رسنیو پرون ویلي چې د پاکستان له ځمکنۍ لارې څخه په زرګونو ټرکونو کښې افغانستان ته د هندوستان د ډالۍ کړو غنمو د انتقال بهیر ټاکل شوې د راتلونکې فرورۍ میاشتې په دویمې اونۍ کښې پيل شي.

ټاکل شوې چې د هندوستان حکومت د افغانستان خلکو ته ۵۰ زره ټنه غنم ورولیږي.

پاکستان په تیرو څو میاشتو کښې افغانستان ته د هند د مرستو لپاره ډیرې کمې ټرانزټي اسانتیاوې ورکړې دي چې وجه یې د کشمیر او ترهګرۍ په سر د دغو دواړو هیوادونو پخواني اختلافات دي.

    https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i111464 

captcha