ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ ،د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده نن په یوه خبري ناسته کې د ایران او د ۱+۴ ډلي داستازو تر مینځ د خبرو اترو په هکله وویل: ټوله لوري مني چي باید بیا ځلې امریکا له نړیوالې ایټمي موافقې ونه وځي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: په څلورو زمینو کې چي د مذاکراتو لپاره سندونه لرو، ښه پرمختګونه مو کړي او په ځینو زمینو کې مو اختلافات کم شوي دي.
خطیب زاده زیاته کړه: د ایران له لورې د ضمانت په ډګر مطرح شوي وړاندیزونه په متن کې پلي شوې، او دا چي د ضمانت د ترلاسه کولو په اصل ټوله لورو موافقه کړې ده.
هغه وویل چي د یوې دوامدارې موافقې د ترلاسه کولو لپاره ضمانت له زیات اهمیته برخمن دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د امریکې د ځانګړي استازي رابرت مالې له لوري د اېښودل شوی شرط په غبرګون کې وویل: ایران له اول ورځي څخه تر وخت مخکې شرطونو سره مخالفت کړی دی.
هغه زیاته کړه چي ایران د بندیانو د مبادلې په هکله له امریکې سره په غیرمستقیم توګه اړیکې نیولي دي، که امریکا په خپلو ژمنو عمل وکړي د بندیانو مساله په اسانه حل کېدایشي.