ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،په بریطانیا کښې د اسلام له مبین دین څخه د خلکو د ویرولو په هکله نوی خپور شوی رپورټ وايي چې د انګلستان د برمنګم پوهنتون شننه او تحلیل او د یوګو موسسې معلومات ښودنه کوي چې د بریطانیا ۲۵.۹ فیصده خلک چې زیاتره یې د محافظه کار ګوند او برګزیټ پلویان دي، د مسلمانانو خلاف له تبعیضه ډک نظر لري او د دغه هیواد زیاتره خلک د نورو دینونو په پرتله مسلمانانو ته په توکمپال نظر ګوري.
په بریطانیا کښې د اسلام له مبین دین څخه د خلکو د ویرولو په هکله نوی خپور شوی رپورټ وايي چې مسلمانان په دغه هیواد کښې له ډیرو توکمیزو توپیرونو سره مخامخ دي
د دغه رپورټ اصلي لیکونکي سټیفن جونز ویلي دي: د بریتانیا په شتمنو او تحصیل کړو خلکو کښې د اسلام او مسلمانانو په هکله تبعیض لاډیر دود او عام دی.
د ویلو ده چې د بریتانیا د ټرانسپورټ د وزیر مرستیال نصرت غني تیره یکشنبه د مسلمانۍ په وجه له دغه مقامه څنګته کړی شو.