IQNA

په پاکستان کې د ترهه ګرو حملو دڅپې زیاتیدا خطره جدی ده

15:58 - January 29, 2022
د خبر لمبر: 3485335
تهران (ایکنا) -د پاکستان د کورنیو چارو وزیرشیخ رشید احمد په راتلونکو دوو نورو میاشتو کې په دغه هیواد کې دترهه ګروحملو د اوج په باب خبرداری ورکړ.

ایکناخبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ،د پاکستان دکورنیو چارو زویر شیخ رشید احمد نن په یولړ څرګندونو کې خبرداری ورکړ،ممکنه ده په دغه هیواد کې په راتلونکو دوو میاشتو کې ترهه ګرې پيښې په اوڅاره توګه زیاتې شي،خو امنیتي ځواک ورته ځير او هوښیار دی .

د پاکستان د کورنیو چارووزیر له ترهه ګرو سره په مبارزې او له لاښه استخباراتي نظام څخه په برخمنیدا کې ددغه هیواد پر توانمنیو باندې په ټينګار سره ډاډ ورکړ،د ترهه ګرۍ پر نوي څپې به غلبه وکړي .

شیخ رشید احمد د افغانستان د طالبانو دمثبت رول په قدرونې سره ووئیل دوي له تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي څخه غوښتي دي،په پاکستان کې دې له ورانکارو فعالیتونو ډډه وکړي . 

 هغه چې له دې مخکې ئې له ټي ټي پي سره د روغې جوړې دخبرواترو دفاع کړې وه ،زیاته کړې،ددغې ترهه ګرې ډلې له خوا د اور بند خلاف ورزۍ د لازیاتو خبرواترو لپاره د روازې بندې کړي دي .

داپه داسې حال کې دي چې پرون دپاکستان دبلوچستان صوبې په یوې سیمې کې ترهه ګرو ددغه هیواد پر پوځي ځواک په بریدسره کابو لس پوځیان وژلی او یو شمیر نور ئې هم ټپیان کړي دي، چې دغې ورانکارۍ د پاکستان د حکومتي لوري سخته غوسه او کرکه راپورته کړې ده .

https://www.farsnews.ir/news/14001109000468/هشدار-

captcha